۷۵۶ زره او ۶۵۰ افغانۍ ۳۳ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل سوې
ننګرهار- د ربیع الاول ۷ـ-۱۴۴۶
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت سپین غر ولسوالۍ اړوند ۳۳ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې سوې وې, له سروې وروسته ۷۵۶ زره او ۶۵۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۰۷۰۰ نه تر ۵۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل سوې.
