۷۰۰ کورنیو په کابل کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

کابل- د غبرګولي ۱۱مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، نن ورځ د بشري مرستو په دوام د رسنیز کنفرانس په لړ کې، ۷۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي توکې ووېشل. محترم ملا جانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس ووی: د وروستیو مرستو په دوام کې اوس مهال بشري مرستې چې ۵۰ کیلو غنم او ۱۰۰ کیلو وریجې په کې شامل دي، هغو ۷۰۰ کورنیو ته چې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه د جګړې او ناامنۍ له امله بېځاۍ او په کابل ښار کې ځاۍ پر ځاۍ شوي وې، ووېشل شول. د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس وویل چې زیانمن شویو ته رسېدنه د دې ترڅنګ چې زموږ مسوولیت دی او زموږ وجداني دنده هم ده، نوموړي مستحقو ته د دغو مرستو په شفافه او عادلانه توګه د وېش په هکله ډاډ څرګند کړ.
