۵۳ میلیونه ۵۹۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ ۸۵۶ زیانمنو کورنیو ته په خوست ولایت کې ووېشل شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۵:۲۳
news image

خوست- د تلې ۱۹مه-۱۴۰۲ 
د IOM موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۸۵۶ زیانمنو کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره د لومړي او دویم قسط نغدي مرستو د وېش په لړۍ کې ۵۳ میلیونه ۵۹۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ ووېشلې.
د نغدي مرستو د وېش په لړۍ کې ۶ کورنیو ته د دوه اطاقه کورونو جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۶۳۲۰۰ افغانۍ او ۶۱ نورو کورنیو ته د یو اطاقه کور جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۳۱۶۰۰ افغانۍ، همدارنګه د دویم قسط پیسو په وېش کې ۲۰۴ کورنیو ته د دوه اطاقه کور جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۰۳۴۰۰ افغانۍ او ۵۸۴ کورنیو ته د یو اطاقه کور جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۵۱۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغورجیو سیمه کې د خوړ پاکولو او استحکامي پروژې د وروستيو سېلابونو پر وړاندې د خلکو ځان او مال خوندي کړل

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ د لاغورجیو سیمې د خوړ پاکولو او د خوړ غاړې د استحکام پروژه، چې څو ورځې وړاندې په بریالیتوب سره بشپړه شوې وه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۵۱
Background image

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس له خپل تخنیکي ټیم سره په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس، محترم توساکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .