۵۱۷ راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې
پکتیکا- د کب ۲۵مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۵۱۷ راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۹۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.