۴ میلیونه ۱۷۲ زره او ۷۹۰ افغانۍ ۳۶۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې ووېشل شوې

پکتیکا- د تلې ۲مه- ۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اومنه ولسوالۍ کې ۳۶۷ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته د کورونو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۴ میلیونه ۱۷۲ زره او ۷۹۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۱۳۷۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
