۴۹ کورنیو په بدخشان کې د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې
اکتید مؤسسې د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، ۴۹ کورنیو ته چې په یفتل ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
یادې هرې کورنۍ په دې پړاو کې ۱۴،۷۷۰ افغانۍ ترلاسه کړې، او سربېره پر دې، په دې کې ۱۲ بې سرپرسته ښځو ته امتیازاً ۲،۳۵۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۵/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره