۴۵۰ کاریګرو ته په خوست ولایت کې د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشل شوې
خوست- د مرغومي ۱۳مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۴۵۰ کاریګرو ته د ویالو، سربندونو او د اوبو زېرمه کولو ډنډونو د پاکولو په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د یوې ورځې لپاره ۴۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.