۴۵۰۰ زیانمنو کورنیو په فاریاب ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
د ماشومانو د ملاتړ دفتر د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، ۴۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې، دا مرستې د " روغتیا، تغذیه، د ماشومانو ساتنه، د پاکو اوبو رسونه او د زیانمنونکو کورنیو ملاتړ" تر پروژې لاندې ۲۵۰۰ کورنیو ته په بلچراغ ولسوالۍ او ۲۰۰۰ کورنیو ته په چهل ګزي ولسوالۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته نغدي مرستې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره