۴۳ زیانمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ, د یاد ولایت حصارک, سپین غر او غني خېل ولسوالیو اړوند ۴۳ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په لړۍ کې هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه, ۹.۱ کیلو غوړي, ۱۲.۵ کیلو دالنخود, 1 کیلو مالګه, تغذیوي حلوا او بسکوټ ترلاسه کړل.
نېټه: ۱۴۴۶/۰۴/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره