۴۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره په بغلان ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د IHH موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ، ۴۱ کورنیو ته چې د یاد ولایت په برکه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د یاد ریاست او موسسې ګډ پلاوي په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو بوره او ۱ کیلو شین چای ترلاسه کړل.
نېټه:۱۴۴۶/۴/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره