۴۰۳ زره افغانۍ ۲۰ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غبرګولي ۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د اکټیډ موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت کوټ، سره رود او رودات ولسوالیو اړوند ۲۰ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۴۰۳ زره افغانۍ ووېشلې.
د نغدو مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۰۱۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.