۳ میلیونه او ۱۰ زره افغانۍ ۲۱۵ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د زمري ۱۱مه-۱۴۰۲
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۲۱۵ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۳ میلیونه او ۱۰ زره افغانۍ ووېشلې.
له دې مرستو هرې کورنۍ ته ۱۴۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.