۳۸۰ اړمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې د ۵ میلیونه او ۲۸۲ زره نغدو افغانیو مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د کب ۱۱مه-۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د RRAA موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۸۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۳۹۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.