۳۴ زیانمنو کورنیو په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
لغمان- د کب ۲۲مه-۱۴۰۱
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IDS موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په الیشنګ، قرغې او الینګار ولسوالیو او مرکز کې ۳۴ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي، ۱۲ کیلو دال، ۲۱ پاکټه بسکېټ او ۱ کیلو مالګه ترلاسه کړل.