۳۱۵ زیانمنې کورنۍ په بغلان ولایت کې له خوراکي مرستو برخه منې شوې
د هستوګنې لپاره د آقاخان دفتر د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۳۱۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې چې، د محترم هدایت الله همدرد د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس تر نظر لاندې ترسره شوه، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۶ کیلو لوبیا، ۱۶ لیټره غوړي او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې په راتلونکو ورځو کې به دغو ۳۱۵ کورنیو ته په یاده ولسوالۍ کې د یادې موسسې لخوا نغدي پیسې هم ووېشل شي.
نېټه: ۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره