۳۱۵ زیانمنو کورنیو په سمنګان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
د هستوګنې لپاره د آقاخان دفتر د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې ۳۱۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او ۱.۵ کیلو مالګه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، سیمه ییزې ادارې مسؤلینو او د یاد دفتر استازي په شتون کې ووېشل شول.
د یادونې ده چې هغو کورنیو ته چې کورونه یې په لرې سیمو کې وو، د موټر کرایه هم ورکړل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره