۲ میلیونه ۱۵۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ ۳۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو ترمیم لپاره په کندهار ولایت کې ووېشل شوې
د اسلامیک ریلیف موسسې د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، ۳۶ کورنیو ته چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یې د وروستیو سېلابونو له امله کورونه ویجاړ شوې و، د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې په مجموع کې ۲ میلیونه ۱۵۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، او هرې کورنۍ ته په لومړي، دویم او درېیم قسط کې له ۱۰۹۰۰ نه تر ۷۸۴۰۰ افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۸/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره