۲ میلیونه او ۷۹۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ۱۹۳ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د غویي ۲۷مه-۱۴۰۲
د ډنمارک د کډوالۍ نړیوال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه او ګوشته ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۱۹۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۲ میلیونه او ۷۹۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۴۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
