۲ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۱۸۰ افغانۍ په ننګرهار ولایت کې ۱۶۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې او ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۲۰مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۶۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې او د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۲ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۱۸۰ افغانۍ ووېشلې.
په دی مرستو کې هرې زیانمنې کورنۍ ته ۱۲۷۰۰ افغانۍ او هر کاریګر ته د ۱۵ ورځو کار په بدل کې په بېلابېلې کټګورۍ کې په ورځني ډول له ۴۱۹ نه تر ۵۴۷ افغانۍ ووېشل شوې.
