۲ میلیونه، ۵۰۱ زره او ۹۶۰ افغانۍ ۱۳۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
د NRC موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند ۱۳۶ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوې و، له سروې وروسته ۲ میلیونه، ۵۰۱ زره او ۹۶۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۱۳۰۵ نه تر ۱۸۸۴۰ افغانۍ ووېشل شوې.
۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره