۲۵ زیانمنو کورنیو په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
لغمان- د زمري ۱۷مه-۱۴۰۲
د WFP موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په الیشنګ، الینګار، قرغه، دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام اړوند ۲۵ کورنۍ چې د بارانونو او اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ مالګه ووېشل.