۲۵۰ کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

میدان وردګ- د سلواغې ۲۴مه-۱۴۰۱
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې ۲۵۰ کورنیو ته چې د هوا سړېدو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر هرې کورنۍ ته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې ۵۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.
