۲۵۰ راستنېدونکو کډوالو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د لړم ۲۰مه-۱۴۰۲
د افغان ماشوم لپاره موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۵۰ هغو کډوالو ته چې له پاکستانه راستانه شوي و، خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو بوره، نیم کیلو چاۍ او ۱۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.