۲۴۶ کورنیو ته په جوزجان ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د وچکالي له امله زیانمنو او اړمنو ۲۴۶ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
دا لړۍ د محترم مولوي سراج الدین سراجی د یاد ریاست مشر او د ولایتي کمېسیون پلاوي په شتون کې پیل شوه او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره