۲۰۰۰ کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د وری ۲۸مه-۱۴۰۲
د نړیوالې ژغورنې کمېټې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت خوګیاڼ، رودات، هسکه مینه، شیرزاد، حصارک، پچیراګام ولسوالیو او د مرکز اړوند ۲۰۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱ عدد د نارینه بنیان، ۲ دانې زنانه پټو، ۲ دانې نارینه پټو، ۱ جوړه نارینه بوټان، ۱ جوړه زنانه بوټان، ۶ جوړه زنانه جورابي، ۶ جوړه نارینه جورابي، ۳ کمپلي او ۱ بیک ووېشل شول.