۱۹۱ بېوزله کورنیو ته په بغلان ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

بغلان- د مرغومي ۲۴مه-۱۴۰۱
د AKAH موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۹۱ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۴ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۱۶ لیټره غوړي، ۱۶ کیلو لوبیا او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول
