۱۷ اړمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غبرګولي ۲۵مه-۱۴۰۲
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۱۷ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د نغدي مرستو د وېش په دې لړۍ کې ۱۳ کورنیو ته ۲۶۰۰۰ افغانۍ د هرې کورنۍ لپاره، ۲ کورنیو ته ۲۵۵۰۰ افغانۍ د هرې کورنۍ لپاره، ۱ کورنۍ ته ۲۵۸۰۰ او همدارنګه ۱ نورې کورنۍ ته ۲۶۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.