۱۵۶ زیانمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې

کونړ- د غبرګولي ۹مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۱۵۶ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۱۰۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
