:: ژوندلیک ::
:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:-:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست ژوند لیک:
الحاج ملا نورالدین ترابي، د الحاج مولوي محمد قاسم زوی او د مولوي آغا محمد لمسی، په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ارزګان ولایت، دهراود ولسوالۍ، د انګر چیت په کلي کې په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې زېږېدلی. لومړنۍ دیني زده کړې یې له خپل پلار څخه ترلاسه کړې او بیا وروسته یې د تعلیم د دوام لپاره کندهار ته مخه کړه، چې هلته یې په بېلابېلو مدرسو او تعلیمي مراکزو کې دیني او عصري علوم تر ۱۳۵۸ لمریز کال پورې بشپړ کړل.په ۱۳۵۸ لمریز کال کې په افغانستان د شورويانو یرغل پیل شو، او ترابي صاحب هم د هېواد د دفاع لپاره په جهادي فعالیتونو کې ګډون وکړ. هغه په کندهار ښار کې د شوروي ځواکونو او د دوی پلویانو (خلقیانو او پرچمیانو) پر ضد وسله وال چریکي جهاد پیل کړ. د هغه فعالیتونه ورځ تر بلې پراخ شول او د چریکي مجاهدینو شمېر هم زیات شو. په ۱۳۶۰ لمریز کال کې، ترابي صاحب او د هغه دوه ملګري په کندهار ښار کې د شوروي ځواکونو له خوا ونیول شول او تر نهو میاشتو پورې بندیان پاتې شول.
په ۱۳۶۷ لمریز کال کې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، او په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ډاکټر نجیب حکومت هم د مجاهدینو لخوا نسکور شو. له دې وروسته، په هېواد کې کورنۍ جګړې، چور او چپاول او بې ثباتي رامنځته شوه. ترابي صاحب خپل ټول امکانات او وسایل خپلو مجاهدینو ته ووېشل او خپلې درنې او سپکې وسلې یې خوندي وساتلې، تر څو چې یو خپلواک نظام رامنځته شي او بیا هغه ته وسپارل شي.
په ۱۳۷۳ لمریز کال کې، د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) تر مشرۍ لاندې د طالبانو اسلامي تحریک د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پیل شو. ترابي صاحب خپلې ټولې وسلې او تجهیزات مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) ته وسپارل او د طالبانو د اسلامي تحریک د شورا سرپرست وټاکل شو.
وروسته له دې، ترابي صاحب په کندهار کې د اداري کمېسیون مشر وټاکل شو او په دې دوره کې یې په ټول افغانستان کې د نظامي او ملکي ادارو جوړښتونه تنظیم کړل، د ټول هېواد اسلحې یې ترتیب او ثبت کړې.
په ۱۳۷۵ لمریز کال کې چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا کابل فتح شو، الحاج ملانورالدین ترابي د عدلیې وزیر په توګه وټاکل شو. په دې دوره کې یې په هیواد کې اسلامي قوانین پلي کړل او د وزارتونو قوانین یې د علماء کرامو تر څارنې لاندې وڅیړل. د اسلامي امارت د واکمنۍ تر پای ته رسیدو وروسته، هغه پاکستان ته ولاړ او هلته یې د هجرت شپې او ورځې تېرې کړې.
په ۲۰۰۶ میلادی کال کې، هغه د پاکستان له خوا ونیول شو او نږدې شپږ نیم کاله یې په مختلفو زندانونو کې تېر کړل. په ۲۰۱۲ میلادی کال کې، هغه خوشې شو او بیا وروسته د طالبانو د مشر شهيد ملا اختر محمد منصور (رحمه الله) لخوا د سویل لوېدیځ د ۱۵ ولایتونو د جلب او جذب کمیسیون مسؤول وټاکل شو.
په دې دوره کې، هغه د حکومت په لیکو کی د نظامیانو جلب او جذب ته دوام ورکړ. په ۱۴۳۹/۵/۱۲ هـ ق کال کې، هغه د بندیانو د کمېسیون رئیس وټاکل شو، چې په دې دوره کې یې ګڼ شمېر بندیان خوشې کړل. هغه په قطر کې د امریکايي پلاوي سره د مذاکراتو په ترڅ کې ۵۰۰۰ مجاهدین طالبان د ۱۰۰۰ عسکرو په مقابل کې ازاد کړل.
په ۱۴۴۳/۲/۲۶ هـ ق کال کې، هغه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست مرستیال وټاکل شو او هلته یې د کلونو کلونو پاتې ستونزې حل کړې. د هغه په وخت کې، د سرې میاشتې ټول تشکیلات او بودجه په ښه توګه تنظیم شوه او بشري مرستې یې په شفافه توګه مستحقینو ته ووېشلې.
اوس مهال ملا نورالدین ترابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.
ملا نورالدین ترابي، د یوې اوږدې مبارزې او خدمت په پایله کې، په افغان ټولنه کې د یو اغېزمن شخصیت په توګه پېژندل کېږي. د هغه ژوند د خدمت، جهاد او د هېواد د ازادۍ لپاره له بې ساري قربانیو ډک دی.
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .