پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې د کابل رياست په همغږې عاجله غونډه ترسره سوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲۹
news image

کابل-۱۶صفرالمظفر۱۴۴۶
څرنګه چې تاسو په جريان کي ياست تيره شپه د کابل ولایت په مختلفو سيمو کې بارانونه وسوه او سيلابونه راوتلي چي پکښي د کابل په څلورو ناحيو (په اولسمه ناحیه کې ، په ديارلسمه ناحیه کې، په شپږمه ناحیه کې او په دريمه ناحیه کې ) يې ځاني او مالي تلفات اړولي
په همدې اضطراري حالت کې پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې د کابل رياست رئيس مولوي محمد سليم "حقاني" لخوا نن سهار په ٧ بجې د مؤسساتو سره په همغږې يوه عاجله اضطراري ناسته ترسره سوه چې پکښې د ياد رياست د استازو په شمول د ديارلسو مؤسساتو سره هر یوه لکه 
(IOM, WSTA, HRROA, ARADA, UNIHABITAT, PU-MI, SAVE THE CHILDERN, DRC, IRC, CHA, DACAAR, ADHEHSO, IOM-WASH)
څخه شاوخوا پنځه ټيمه چې هر ټيم د ياد رياست لخوا د استازي/پاملرني لاندي په سرپرستي زیانمنو سيمو ته يې ځانونه ورسول او هلته يې په عاجله توګه سروې پيل کړه ، هیله ده چې ياد ټيمونه به خپله سروې ژر تر ژر پای ته ورسوي او سيلاب ځپلو هيوادوالو ته د ضرورت وړ اجناس ور ورسوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .