پکتیکا ګیان زلزله ځپلي ولسوالۍ کې یوه دینې مدرسه او دوه مسجدونه ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.
د پکتیکا ولایت د ګیان زلزله ځپلې ولسوالۍ کې د بشري مرستو ټولنې یا HAS مؤسسي له لورې یوه دینې مدرسه چې نهه اطاقونه لري، دوه بابه مسجدونه، لس کورونه چې پنځه کورونه یې دوه اطاقه او پنځه کورونه یې یو یو اطاق لري او پنځه د پاکو اوبو څاه ګانې چې د ټولو لګښت 75816 امریکایې ډالرو په ارزښت کیږې، ګټي اخستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست رئیس او د بر مل ولسوالۍ د کمیټي مخکنې مسؤل مولوي مطیع الله منصور وویل، چې بشري مرستو ټولنې یا HAS مؤسسي ټول کارونه په اساسي ډول ورغول، چې کار کولو یې درې میاشتي او پنځلس ورځي په بر کي ونیولې، چې 75816 امریکا ډالر یې په بیا رغولو لګښت راغلي او نوموړي مؤسسي له لورې ورکړل شوې.
منصور وویل، له هغو مؤسساتو چې په برمل او ګیان کې د رغولو په کارونو لګیا دي، غږ کوم چې خپل کارونه دي زر د خلکو په واک کې ورکړې، تر څو خلک استفاده تېر وکړې او د ژمي ایخي شپي ورځي په بهر تیرې نه کړې.
نوموړي وویل، یو طرف به د کاریکر له ایخو شپو نه خلاص شي بل لور ته به د سیمي خلک د ژمي په ایخو شپو ورځو کې تېر استفاده وکړې
د یادونې وړ ده، چې ګیان او برمل هغه ولسوالۍ دي، چې په زلزله کې تر ټولو زیات مالي او زیانې زیان اوښتي ؤ.