په کونړ ولایت کې ۸۰ زلزله ځپلو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
کونړ- د لیندۍ ۲۹مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په نور ګل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو ۸۰ کورنیو ته له سروې وروسته د ژمي اړتیاوو پوره کولو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
