په کونړ ولایت کې ۱۰۴۸ زیانمنو کورنیو نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
بغلان- د مرغومي ۲۰مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې ۱۰۴۸ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې د موظف پلاوي په شتون کې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدي افغانۍ، ۳ تختې کمپلې او ژمني البسه ووېشل شول.