په کندهار ولایت کې ۶۴ زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- د زمري ۱۱مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په بولدک ولسوالۍ کې ۶۴ هغه کورنۍ چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې او ۱۰ کیلو دالنخود ووېشل.
