په کندهار ولایت کې ۱۵۰ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کندهار- دغبرګولي ۱۶مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، ۱۵۰ هغو کورنیو ته چې بې سرپرسته او د وچکالۍ له امله زیانمنې شوي وې، د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون هرې کورنۍ ته له سروې وروسته ۱۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې. همدارنګه ۱۵۰ تنه ځوانان د ۴۳۰ افغانیو په ورځني روزمزد باندې په کار وګمارل شول.
