په کاپیسا ولایت کې ۳۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
کاپیسا- د تلې ۱۷مه-۱۴۰۱
الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي سره، د ۳۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، زیاته کړه چې نن ورځ د ۳۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو لپاره د ۵۰ کیلو وریجو د وېش لړۍ پیل شوه.
هغه ووېل چې د ۱۰۰۰ څخه زیاتو سېلاب ځپلو کورنیو لپاره ۱۱ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي له کابل څه دغه ولایت ته لېږل شوي دي چې نن ورځ ۳۰۰ کورنیو ته ووېشل شول او د ۲۷۰۰ نورو کورنیو لپاره د وېش لړۍ روانه ده.
ورته مهال قاري احسان الله بریال د کاپیسا ولایت والي د سیلابونو له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات وړاندې کولو سره ووېل: دغه مرستې به سېلاب ځپلو ته له بشپړې سروې وروسته ووېشل شي.