په کابل ولایت کې ۳۰ زیانمنو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۲
news image

کابل- د غویي ۸مه-۱۴۰۳
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, DRC او WFP موسسو سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت د مرکز ښار بېلابېلو ناحیو اړوند ۳۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي و، له سروې وروسته د محترم الحاج محمد سلیم حقاني، د دې ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د یادو موسسو استازو په حضور کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۱۶ قلمه د پخلنځي توکي، ۲ سولري څراغونه، ۱ بکس، د ۲ میاشتو لپاره ۲۳۰ کیلو خوراکي توکي او ۹۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي حقاني د مرستو د وېش پر مهال له یادو موسسو څخه په مننې سره په خپلو خبرو کې ووېل: چې په دې شرایطو کې اړتیا ده ترڅو نورې مرستندویه موسسې او خیریه بنسټونه هم د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هیوادوالو لاسنیوۍ وکړي او اسلامي امارت هم د خپلو هیوادوالو ترڅنګ ولاړ ده او په راتلونکې کې به هم د هغوۍ هر ډول ستونزو ته د حل لاره ومومي او له دوۍ څخه به هیڅ ډول مرستې و نه سپموي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .