په کابل ولایت کې د تالندې له امله د دوه شهیدانو کورنۍ ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
کابل- د چنګاښ ۳مه-۱۴۰۲
د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په استالف ولسوالۍ کې د تالندې له امله د دوه شهیدانو کورنۍ ته د مولوي محمد سلیم حقاني د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د شهیدانو کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰۰ کیلو غنم، ۲ کارتن مکروني، ۲ کارتن غوړي، ۲ د پخلنځي کېټونه، ۲ کورني کېټونه، ۲ کارتن بسکېټ، ۲ کارتن مګي آش، ۴ کیلو بوره، ۴ کلچې صابن او دوه بستې څپلکې ووېشل شول.
