په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکی خنثی کړل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۰
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتی شوی یو عدد ناچاوده توکی کشف او په خوندي توګه خنثی کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو، چې اوس مهال د دې ناچاوده توکي په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه شوه. همدا راز، هغوی له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .