په پکتیا ولایت کې ۷ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, ۷ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې, هرې کورنۍ ته یو باب خیمه, ۲ بورۍ ۵۰ کیلو اوړه, ۵۰ کیلو چینایي وریجې, ۲۰ کیلو سیله وریجې, ۱۰ لیټر غوړي, ۵ کیلو بوره او یوه کڅوړه هایجن وېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۰۴/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره