په پکتیا ولایت کې ۲۸ بېوزله کورنیو غیر خوراکي توکې ترلاسه کړل

د پکتیا ولایت پېښو پر وړاندې چمتوالي ریاست د پاملرنې نړیوالې موسسې سره په همکاري، ۲۸ هغو بېوزله کورنیو ته چې د طبیعې پېښو له امله زیانمنې شوي وې، وروسته له سروې یادو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې کمپلې، ترپالونه، د پخلنځي کېټ او لمرین څراغونه شامل دي.