په پکتیا ولایت کې ۱۸۰۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د تلې ۳۰مه-۱۴۰۱
د UMMAH خیریه بنسټ د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره همغږي، د یاد ولایت په مرکز ګردېز کې ۱۸۰۰ زیانمن شویو کورنیو ته له دقیقې سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴ کیلو وریجې، ۱۵ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو بوره، ۱۰ کیلو دال، ۱۰ کیلو لوبیا، ۲ کیلو چاۍ او ۲ کیلو مالګه د موظف پلاوي په شتون کې ووېشل شوې.
