په پکتیا ولایت کې ۱۳ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره سوې

پکتیا- د ربیع الاول ۶-۱۴۴۶
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د IRC موسسې سره په همکارۍ د یاد ولایت زرمت, احمدآباد, څمکنۍ او ډنډه پټان ولسوالیو اړوند ۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې سوې وې, له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۱۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.