په پنجشېر ولایت کې ۴۱۸ زیانمنونکو او مستحقو کورنیو ته ۸,۴۱۰,۸۰۰ افغانۍنغدي پیسې او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ, په حصه اول او پریان ولسوالیو کې ۴۱۸ زیانمنونکو اومستحقو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۰,۱۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۴ تختې کمپلې ووېشل شوې چې ټولټال ۸,۴۱۰,۸۰۰ (۸ میلیونه, ۴۱۰ زره او ۸۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره