په پنجشېر ولایت کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۰۶ سیمې سروې او تثبیت شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
تصویر خبر

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز بازارک او رُخه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طبیعي پېښو له خطرونو سره مخ د ۱۰۶ سیمو د سروې، تشخیص او تثبیت بهیر بشپړ کړ.

دغه سروې د اړوندو ادارو د استازو د ګډ تخنیکي ټیم لخوا ترسره شوې، چې د پایلو له مخې یادې سیمې د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې، د ډبرو غورځېدو، واورو ښویېدو او د پنجشېر سیند د اوبو لوړېدو له خطرونو سره مخ دي.

مسؤلین وایي، د دغو ارزونو پایلې به د خطرونو د کمولو او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د وقایوي تدابیرو د پلان جوړونې او پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه، دغه بهیر به د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کاري پلان له مخې د ولایت په نورو زیان‌منونکو سیمو کې هم دوام ومومي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .