په هلمند ولایت کې 647 بیځایه شوو کورنیو نغدې مرستې ترلاسه کړې
هلمند - 15/ 8/ 1399
د هلمند ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست, 647 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنیو له امله د هلمند ولایت بېلابېلو سیمو څخه بیځای او د دی ولایت په مرکز کې ځای پر ځای شوي وی, وروسته له سروې د ولایت والي, د پېښو سره مبارزې دولتي کمېسیون غړو او د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون هري کورنۍ ته 5,000 نغدې افغانۍ ووېشلې.