په هلمند ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۲۹
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آریانا ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې، په بریالیتوب سره چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل. 
د یادې مؤسسې MAP–Hotline2319  تخنیکي ټیم، د نادعلي ولسوالۍ په خوشهال کلي کې درې فیره د هاوان ۶۰ ملي مترۍ مرمۍ کشف او په یو خوندي ځای کې خنثی کړې. 
د یادونې وړ ده، چې یاد ټیم له دې وړاندې هم یوه اندازه د پام وړ ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه له منځه وړي دي. 
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له سیمه ییزو اوسېدونکو غوښتي، چې د هرډول مشکوکو او چاودېدونکو توکو د لیدو پرمهال دې ژر تر ژره یاد ریاست ته خبر ورکوي ترڅو یې د خنثی کولو لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۲ هـ ق
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې مسؤل محترم برهان‌الدین شینواري او د ماین پاکۍ چارو ستر سلاکار محترم ډاکټر ایمل صافی او د آذربایجان هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۵۸۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .