په هرات ولایت کې ۲۲۹ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
هرات- د غویي ۹مه-۱۴۰۳
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ADRA موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۲۹ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۳۰۰ کیلو اوړه، ۲۴ کیلو لوبیا، ۳۰ لیټره غوړي، ۳ کیلو مالګه، د پخلنځي توکي، پلاستیکي فرش، ۵ تختې کمپلې او ترپال ترلاسه کړل.