په ننګرهار کې ۸۴ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتړ، په دره نور ولسوالۍ کې ۸۴ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د موقتي سرپناه او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې. په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته یو باب خیمه او ۸٬۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او په ټولیزه توګه اووه لکه او پنځه زره او شپږ سوه (۷۰۵٬۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
