په ننګرهار ولایت کې ۸۸ زیانمنو کورنیو سره غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ماشوم ساتنې موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۸۸ زیانمنو کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۲ قلمه د کور لپاره اړین توکي ووېشل شول.
